
د ایکنا د راپور له مخې، د«بالقرآن» نومې سافټ وئير تر ټولو دقیق او جامع څېړنیز سافټ ویر دی چې د مفسر او محقق مرستیال په توګه کار کوي او د قرآن کریم د ۳۳ نړیوال نندارتون د مصنوعي ځیرکتیا او قرآني پوه بنسټه شرکتونو په غرفې یا سټال کې لیدونکو ته خدمات برابروي.
«بالقرآن» د تفسیر او تدبر تخصصي سافټ ویر دی چې له نوې ټیکنالوژۍ څخه په ګټې اخیستنې جوړ شوی. لېوال کسان کولای شي د دې اپلېکېشن پر نصبولو سربېره، د «بالقرآن» ستر معلوماتي ډیټابېس ته د وېب له لارې د belquran.com په پته هم لاسرسی ومومي.
د «بالقرآن» د سترې پروژې فعالیت په ۱۳۹۳ کال کې پیل شو. د تخصصي لارې د لومړي پړاو بشپړول او د دویم پړاو پیل په ۱۴۰۱ کال کې په کاري پلان کې شامل شول. د دې پروژې تخصصي لاره درې برخې لري: اعجاز، هنري او بشري علوم. د «بالقرآن» د پروژې په محصولاتو کې ؛د «منادي بالقرآن» موبایل سافټ ویر، د «مفسریار بالقرآن» جامع سافټ ویر او د قرآني او اسلامي معلوماتو ډیټابېس شامل دي.
د یادونې وړ ده چې د قرآن د ۳۳ نړیوال نندارتون د «ایران د قرآن په پناه کې» په شعار سره، په ۱۱ نندارتوني برخو، درې پلوریزو برخو، ۷۰ فرعي څانګو او ۱۴ موضوعي چورلیزونو کې د کب له لومړۍ نېټې تر ۱۵ پورې د امام خمینی(ره) عیدګاه یا مصلی په اصلي شبستان کې ترسره کېږي.
https://iqna.ir/fa/news/4336394